انصار(پنجشنبه، د سنبلې ۳۰ مه)، تر شپږ میاشتني ځنډ وروسته اروپایي ټولنې د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان مېرمنو او نجونو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره د ۱۴۰میلیونه یورو مرستې خبر ورکړی دی.
په بروکسل کې د اروپایي ټولنې ویاندې «انا پېسونېرو» رسنیو ته ویلي چې افغانستان ته یې وروسته تر دې د بندو شویو پيسو د ازادېدو پرېکړه کړې چې شپږ میاشتې یې «د ښځو لپاره د ښځو په وسیله» د یوې تګلارې څارنه او ارزونه کړې ده. تر دې وړاندې دا مرستې په موسسو کې د ښځو پر کار تر محدودیت لګېدو وروسته بندې شوې وې.
نړیوالو موسسو ویلي وو چې د ښځینه کارمندانو له نشته پرته بشري مرستې په عادي ډول نه وېشل کېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27128
قرأ